منچسټر یوتایټیډ او منچسرټ سیټي له ګول لګولو پرته ماته وخوړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

په لومړي ځل په غوره لیګ کې په یوه ورځ منچسټر یونایټیډ او منچسټر سیټي بې له ګول لګولو څخه ماته وخوړه.

یوونټوس تېره شپه په سیر اې کې 2-1 اینټر میلان ته ماته ورکړه.

د ایورټون کلب او د امریکا د ملي لوبډلي پخواني ګول ساتوونکي ټیم هاوارډ تېره شپه د نیویورک ریډبولز په لباس کې خپل د فوټبال وروستۍ لوبه وکړه.

د لیورپول لوبغاړی الیکسانډر ارنولډ 21 کلن شو.

سکای سپورټ: د منچسټر یونایټیډ پر وړاندي د محمد صلاح لوبېدل په شک کې دي او وروستی حالت به یي د ملي لوبډلو د لوبو په ورځو کې مشخص شي.

ټراشټګن تېره شپه د بارسلونا له پاره 200 لوبې پوره کړې.

مټیو لانګسټف په 19 کاله او 199 ورځو عمر لرلو سره، دوهم ځوان لوبغاړی شو چې پر منچسټر یونایټیډ یي د بریا ګول په غوره لیګ کې ولګاوه.

میسي تېره شپه د بارسلونا د ګول د ساحې څخه دباندې لګول شوي 100 ګولونه پوره کړل.

د اث میلان کلب او برازیل ملي لوبډلې پخوانی ګول ساتوونکی نیلسون ډیډا  46 کلن شو.