د اتحادیې جام په ګټلو کې منچسټر سیټي هټریک وهلی، نور هم شته

محمود خان منندوی

په دې سیالۍ کې منچسټر سیټي ۲ ګولونه ترسره کړل، خو اسټون ویلا بیا ۱ ګول وواهه.  د منچسټر سیټي له پاره اګویرو او روډري ګولونه ولګول. د اسټون ویلا له پاره ساماټا ګول ولګاوه.  دا د دې جام په تاریخ کي د منچسټر سیټي اوومه اتلولي وه، چي یوازي لیورپول تر دوئ مخته دی.

(۷)  په الکلاسیکوو کې د میسي کمزورې کارنامه حیرانوونکې وه. له هغه راهیسې چې کریسټیانو رونالډو د ریال ما‌ډریډ څخه تللی دی، میسي په الکلاسیکو کې ګول نه دی لګولی.

 ریال د دې سربیره چي د ګول ښه چانسونه یي یو په بل پسي خطاء کړل، خو بیا یي هم خپل د حملې پخوانی سبک نه هیراوه!  په دې سیالۍ کې وینیسیوس د ګول لګولو وروسته مخامخ رونالډو ته د هغه د خوشحالۍ ننداره وړاندې کړه!

ماریانو د تبدیلیدونکي لوبغاړي په توګه په ۲۱مه پیړۍ کې د الکلاسیکو تر ټولو تیز ګول ولګاوه.  ماریانو چې کله لوبې ته داخل شو، تر ۵۰ ثانیې وروسته یي ګول ولګاوه.  دا د لالیګا روان فصل کي د ماریانو لومړۍ لوبه وه.

کاټلونیا راډیو: د بارسلونا سره د سواریز اوسنی قرارداد تر ۲۰۲۱م کال پورې اعتبار لري، خو که هغه د راتلونکي فصل په ۶۰ سلنه لوبو کې ولوبیږي، نو قرارداد به یي تر ۲۰۲۲م کال پورې په اتومات شکل وغځیږي.

 رسمي: د اسې میلان ځوان دفاعي لوبغاړي ګابیا د دې کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۴م کال پورې وغځاوه.