بیلډ: میلوټ راشیکا ډېر با ارزښته لوبغاړی دی او ۲۳ میلیونه پونډه ارزښت لري

بیلډ:  په اوس وخت کې لیورپول   یو وړاندیز د ور ډر برمن د حمله کوونکي لوبغاړي میلوټ راشیکا له پاره اماده کوي.  هغه ډېر با ارزښته دی او ۲۳ میلیونه پونډه ارزښت لري، چې د دې فصل ۱۹ لوبو کې یي ۹ ګولونه لګولي دي او دغه راز ۲۳  د ګول پاسونه یي کړي دي.

ماریانو د تبدیلیدونکي لوبغاړي په توګه په ۲۱مه پیړۍ کې د الکلاسیکو تر ټولو تیز ګول ولګاوه.  ماریانو چې کله لوبې ته داخل شو، تر ۵۰ ثانیې وروسته یي ګول ولګاوه.  دا د لالیګا روان فصل کي د ماریانو لومړۍ لوبه وه.

کاټلونیا راډیو: د بارسلونا سره د سواریز اوسنی قرارداد تر ۲۰۲۱م کال پورې اعتبار لري، خو که هغه د راتلونکي فصل په ۶۰ سلنه لوبو کې ولوبیږي، نو قرارداد به یي تر ۲۰۲۲م کال پورې په اتومات شکل وغځیږي.

 رسمي: د اسې میلان ځوان دفاعي لوبغاړي ګابیا د دې کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۴م کال پورې وغځاوه.

د اسې میلان ځوان دفاعي لوبغاړي ګابیا د دې کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۴م کال پورې وغځاوه. ګابیا د فوټبال په نړۍ کې ځوان لوبغاړی دی.

په ورته وخت کې بیا منچسټر سیټي د اتحادیې جام په ګټلو کي هټریک وواهه. په دې سیالۍ کې منچسټر سیټي ۲ ګولونه ترسره کړل، خو اسټون ویلا بیا ۱ ګول وواهه.  د منچسټر سیټي له پاره اګویرو او روډري ګولونه ولګول. د اسټون ویلا له پاره ساماټا ګول ولګاوه.  دا د دې جام په تاریخ کي د منچسټر سیټي اوومه اتلولي وه، چي یوازې لیورپول تر دوی مخته دی.