باراټرا کاسیاس ته:زه ځوان لوبغاړی وم

محمود خان منندوی

د حذفي جام په پایلوبه کې پر بارسلونا د ګریټ بیل د تاریخي ګول شپږ کاله پوره شول. دغه لوبه د ۲۰۱۴ کال د اپریل پر ۱۶مه وه، چې ریال ماډریډ ۲-۱ وګټله.

 بیل هغه لوبه کې توپ د ریال د میدان څخه په پښو کې ونیوه او باراټرا د بیل په کنټرولولو کې پاتې راغی. بیل دې صحنه کې ۶۰ متره فاصله ووهله او ریال ته یي اتلولي ور وګټله.

 کاسیاس هغه لوبه کې د ریال ګول ساتوونکی و او تېره شپه یي د بارټرا سره په انسټاګرام کې لایف پروګرام درلود. بارټرا اوس په ریال بیټیس کې دی، خو د هغه ګول په خاطر د ډېره وخت د ریالي مینوالو له خوا د شوخۍ سوژه ګرځي.

 باراټرا نه غوښتل چې د هغه ګول په اړه خبرې وکړي، خو کاسیاس ته یي وویل: (( حقیقت دا دی، چې د هغه ګول یادول زما له پاره سخت دي. زه ځوان لوبغاړی وم او د بارسا د کښتو لوبډلو څخه لومړۍ لوبډلي ته تللی وم او لومړۍ الکلاسیکو مي کوله. مخکې مي مساوي ګول لګولی و او تر څو دقیقو وروستو له جنته، دوزخ ته ننوتم. به رښتیا سختي شېبې وې)).

 بارټرا وویل: ((خوښیږي مي چې ستا سره د هغه لوبې په اړه خبری وکړم، ځکه تر لوبې وروسته ته زما خواته راغلې او د زړه ډاډ دي راکړ. زما له پاره جالبه وه، چې ستا په څېر یو ویاړ لرونکی ګول ساتوونکی په هغه سخته شېبه کې زما په فکر کې اوسي.))

 حقیقت دا دی، چې د بیل ګول په تر ټولو ښه ښایستوالي سره ولګول شو. ما غلطي نه ده کړې او بل هر لوبغاړی به هم زما پر ځای د بیل د کنټرولولو څخه عاجزه تللی.

 دې لوبه کې ویسنټ ډيل بوسکې هم حاضر و او ما فکر نه کاوه، چې ملي لوبډلي ته مې دعوت کړي، خو څو میاشتي وروسته هغه دعوت کړم.