ثناء ګل ګلزار

***

شپږم پړاو بنګله دیش پریمر لیګ یوه ورځ وروسته د جنورۍ په پنځمه نېټه پیلیږي، د یاد لیګ راجشاهي کینګز لوبډلې د تجروبه لرونکو لوبغاړو په شتون کې ۲۱ کلن اف سپینر میهدي حسن میراز د کپټان په توګه وټاکه.

د میهدي حسن تر کپټانسۍ لاندې بنګله دیشۍ نولس کلنه لوبډله په ۲۰۱۶ نړیوال جام کې تر نیمه پای لوبې ورسیده.

د یادې لوبډلې کپټانسي تېرکال ویسټ انډیزي ډرن سمي په غاړه درلوده چې لوبډلې یې تر پای لوبې ورسوله، خو دځل د ډرن سمي په ګډون زیاتو تجروبه لرونکو لوبغاړو په شتون کې یادې لوبډلې ۲۱ کلن میهدي حسن د لوبډلمشر په توګه غوره کړ.

میهدي حسن په ټولټال ۲۷ شل اوریزه سیالیو کې ۲۲ ویکټې د ۷.۱۵ اکنومۍ سره اخیستي دي.

یاده به کړو چې افغان لیګ سپېن کم عمره بالر قیس احمد هم د راجشاهي کینګز لوبډلې سره مل دی