د هند په آی پي ایل کې نن ماښام چینای سوپر کینګز د ممبۍ پر وړاندې لوبیږي

عبدالولي عمري

ټاکل شوې ده چې نن ماښام ۷ بجې به د هندوستان په لوی او ستر غوره لیګ یا تجارتي سیالېو کې چینای سوپر کینګز لوبډله، هغه لوبډله چي د لوبو په جدول کې لمړی ځای لري،  او د لوبډلې ټول لوبغاړي چي په یاد غوره لیګ کي د خلکو پر زړونو پاچاهي کوي، نن شپه د ممبۍ سره مخ کیږي.

د هندوستان په دې غوره لیګ سږ کال ممبۍ لوبډلې درې سیالۍ کړي دی، چې له دې درې سیالېو یې دوه بایللي او یوه یې ګټلې ده.

ممبۍ لوبډله اوسمهال په یاد لیګ کې د لوبو د جدول په ۷م ځای کې قرار لري.

هېره دې نه وي چې په یاد لیګ کې درې افغان لوبغاړي هم لوبیږي چې تر اوسه د خپلو لوبډلو لپاره ډېر مؤثر تمام شوي دي او د پام وړ لاسته راوړنې یې لرلي دي.