د لوی کندهار خبریالانو د کرکټ بورډ ریئس وستایلو

خان وزیر عابد

نن په کندهار کې د ازادو خبریالانو مرکز غړو د غوره کړنو او لاسته راوړنو له امله د کرکټ بورډ د عمومي مشر عزیزالله فضلي کړنې وستایلې او ورته یې د غوره کړنو له امله ستاینلیک ورکړی.

د افغان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي تېره ورځ کندهار ته په یو رسمي سفر تللی او هلته یې د کرکټ د یوه مېلمستون د بنسټ ډبره هم کېښوده، فضلي هملته کندهار کې نن د ژورنالستانو دې غونډه کې هم ګډون کړی و.

د کندهار د ژورنالستانو د بورډ وروستۍ کړنې وستایلې او په کندهار کې یې د مېلمستون د جوړېدو هرکلی کړی دی. دوی ویلي بورډ په دې وروستیو کې په ښه شان روان دی او په ټولو ولایتونو کې په یو شان د پرمختګ ګامونه اخلی.

عزیزالله فضلي په دې ولایت کې دې جوړې شوې غونډې ته وویل : ((ټول افغانستان زموږ ګډ کور دی، افغان کرکټ په ډېر کم وخت کې د هېواد نوم روښانه کړی او موږ به ټولو ولایتونو ته پاملرنه کوو))

فضلي له ټولو ژورنالستانو مننه وکړه چې پر وخت یې د افغانستان خبرونه خپاره کړي نوموړی وایي: ((همدا رسنۍ دي چې افغان ستوري خلکو ته ورپېژني او حقایق ورسره شریکوي، موږ به هم د تېر په څېر همېشه له رسنیو سره همکاره یو او په خپل وخت به ورسره خبرونه شریکوو.))