محمدنبي مخکښه دی، خو پر وړاندې یې لوبډلمشر دی

عبدالله عادل

محمد نبي د روان ای پي ایل په یوولسمه مه لوبه کې د بنګلور خلاف د حیدراباد لوبډلې برخه سو.

د نبي د غه راتګ د همدې لوبډلې د لوبډلمشر ویلیمسن پر ځای و. په کوم راتګ سره چي یې یوه په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندي کړه.

محمدنبي په دغه لوبه کې د بنګلور د مخکښو توپ وهونکو پر خلاف توپ اچوونې ته راغی چې په خپلو ۴ اورونو کي د ۱۱ منډو په بدل کي د ډیویلرز په شمول ۴ توپ وهونکي اوټ کړلؤ همدا راز یې یوه د رن اوټ ترو یې هم وکړه او یو سټمپ یې هم میس سو.

راځو راتلونکو لوبو کي د محمد نبي لوبېدا ته:

هره لوبډله کولای سي چي په لوبېدونکي لوبډله کي یوازې ۴ بهرنیو لوبغاړو ته فرصت ورکړي.

په دغه څلور لوبغاړو کي راشد خان لوبیږي، ځکه دی بې جوړې او مخکښه لوبغاړی دی، ښه توپ اچوونکی، زړور توپ وهونکی او بهترین ډګر ساتوونکی لوبغاړی بلل شوی و/دی.

وروسته بیرسټو او وارنر دي.

وارنر دا مهال مخکښه توپ وهونکی دی او بیرسټو د ښو منډو جوړولو تر څنګ یو ښه ویکیټ ساتونکی هم دی.

تر دې ور ها خوا وارنر او بیرسټو د پېل لوبې لپاره یو ښه جوړه ده چي په تېرو ۳ لوبو کي یې له ۱۰۰ څخه پورته د پېل لوبغاړو په حېث ملګرتیا ترسره کړې.

ددوی څخه د یوه کښېنول تقریبا سخت دي ځکه ښه ځلیږي.

یوازې د یوه بهرني لوبغاړي ځای پاته سو هلته د نبي او ویلیمسن تر منځ به یو ټاکل کیږي.

ویلیمسن په نړیواله کچه پېژندل سوی توپ وهونکی دی خو د دریو لوبو څخه په دوو کي نه دی لوبېدلی، معنا دا چي یا ټپ لري او یا خو ان فيټ دی.

خو بیا خبره داده چي دی ددې لوبډلې لوبډلمشر دی، تیرکال یې هم ښې منډې جوړ کړي او هم یې ښه لوبډلمشري ترسره کړې.

د ویلیمسن په نشتون کي ددې لوبډلې لوبډلمشري کمار ترسره کوي چې په خپله لوبډلمشرۍ کي یې یوه لوبه ګټلې او بله یې بایللې.

که ووایو: د نبي او ویلیمسن تر منځ انتخاب سخت دی خو لا هم ګورو چي کوم یوه ته وخت ورکول کیږي.

که بیرسټو ښه ونه ځلیږي نو هندی لوبغاړی ساها به یې پر ځای لوبډلې ته واچول سي چي په دې صورت کي به نبي او ویلیمسن دواړو ته د لوبېدو موقع برابره سي.