په پکتیا کې مخکښه ټورنمېنټ ډي پي ایل رسماً پېل شو

 دا دیګانو کلی په میدان DPL  یا دا دیګانو فریمر لیګ رسماً پیل شو، دغه ټورنمېنټ چي نورو کلونو کې هم په دغه ښکلی میدان باندې ترسره کیده، یو ځل بیا د پینځو بهترینو لوبډلو په شمول پیل شو.  دغه ټورنمنټ کي ۶۰ بهرنېو او۳۰ کورنېو لوبغاړو کډون کړي، چې یاد لیګ ته يې نور خوند هم ورکړی دی.

تېره ورځ ورځ په دغه ټورنمنټ کي ابتدايی یا لومړی لوبه د سپین غربازانو او ایلون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس دسپین غربازانو لوبډلي لوبډبمشر ګل وایس خان وګاټه او پخپله یې د لومړۍ توپوهني پریکړه وکړه چی په ۸ اورنو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره مخالفی لوبډلي ته ۸۳ منډو هدف وټاکه.

د توپوهنې په برخه کې  رافیع الله زیار۳۶ ناټ اوټ فرید ۱۱ او ابراهیم ۸ منډي جوړې کړې، بلخوا بیا په توپوهنه کې   حبیب الرحمن د ۱۴ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړی وسوځول،  د۸۳ منډو هدف لپاره د ایلون سټار لوبډلي لوبه پیل کړه چې په ۸  اورو کي یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره يې یواځی ۷۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۱۱ منډو د سپین غربازانو لوبډلی ته بایلوده.

د ایلیون سټار لوبډلې له لورې د توپوهنې په برخه کې لوبډلمشر عمرشاه ۲۲ سید انور ۱۳ او نبي ۱۰ منډې جوړې کړې، د توپ اچونې  په برخه کې بیا ګل وایس خان د ۵ منډو په ورکولو سره دوه اسمعیل هم دوه او اجمل یوه ویکټ ترلاسه کړه، د سیالۍ غوره لوبغاړی رافیع الله زیار شو او د سیالي غوره کیچ بیا نسیم خان ترلاسه کړ.

نن (دوشنبه) به په دغه لیګ کي کومه لوبه نشته، خو بله ورځ به بیا RCB کلب دافغان ټایګر لوبډلې خلاف لوبه ترسره کړي.