افغان کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د نمرو په جډول کې مخکښه شوه

د انټرکانیټیننټل کپ سیالیو په څلورمه لوبه کې د هالنډ ملي لوبډلې ته د یوې پاڼې او ۳۶ منډو په توپیر له ماتې ورکولو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټیننټتل کپ سیالیو د جدول سر ته راغله او پر نورو ګډون کونکو لوبډلو مخکښه شوه.

د هالنډ په کوربه توب د افغانستان او هالنډ ملي لوبډلو ترمنځ د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د لړۍ څلورمې لوبې پچه افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. د هالنډ لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼې کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۷ منډې جوړې کړې. د افغان توپ اچونکو له لوري یامین احمدزي ۵، دولت ځدراڼ ۴ او میرویس اشرف ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼې کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۱۲ منډې جوړې کړې او له دې سره پر سیالې لوبډلې د ۱۹۵ منډو په توپیر پر سیالې لوبډلې مخکښه شوه. د ملي لوبډلې توپوهونکو له لوري حشمت الله شهیدي ۸۳، رحمت شاه ۵۱ او ناصر جمال ۴۳ منډې جوړې کړې.

هالنډ ملي لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا د افغان توپ اچونکو پر وړاندې تاب رانه وړ ټول لوبغاړي یې د ۱۵۹ منډو په جوړولو سره وسوځیدل چې له دې سره یې سیالي د یوې پاڼۍ او ۳۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري ظاهر خان پکتین ۴، دولت ځدران ۳، میرویس اشرف ۱ او محمد نبي عیسی خیل هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

افغان کرکټ ملي لوبډله د هالنډ پر وړاندې له بریا وروسته د ۲۰ نمرو په ګټلو سره د جدول سر ته راورسیده او پر ټولو ګډون کونکو لوبډلو مخکښه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د هالنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سترې بریا مبارکي وویله. نوموړي وویل “افغان لوبغاړو د ځانګړو وړتیاوو ښکارندویي وکړه او دا یې په ډاګه کړه چې د ټیسټ تر دریځه د مزل په ترڅ کې به یې په هر پړاو کې بریالیتوبونه لارې څاري.”

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي وویله. ستانکزي وویل ” د ټیسټ تر دریځه د بریالي مزل په درشل کې دادی اوس د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د جدول سر ته راورسیدو او دا مو په ډاګه کړه چې، زموږ هلې ځلې او هغه پلانونه چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پیل کې مو طرحه کړي وو، بریالۍ پایلې لري.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *