د محمد علي کلي ويناوې! ژباړه: نجیب الله خان
۱- خاموشي سره زر ده، کله چې د یو ښه ځواب د ورکولو لپاره فکر نشې کولې.
۲- مینه هغه جال دی، چیرته چې زړونه د ماهیانو په شان پکې بندېږي.
۳- نورو ته خدمت کول، ستا د هغه استوګنځي د کرایې ورکول دي، چې په دغه ځمکه یې لرې.
۴- ستاسو لاسونه هغه څه، هيڅکله هم نشي وهلی، چې تاسویې په سترګو نشی لیدلی.
۵- که د بایللو تجربه ونلرو، موږ به هيڅکله هم پوه نشو، چې موږ د څه شي لایق یو.
۶- زغم او صبر د برياليتوب کونجي ده.
۷- په ژوند کې هيڅکله هم شاته مه ګورئ.
۸- ژوند جواري او قمار وهل دي.
۹- موږ هيڅکله هم زړور کیدلی نشو ، که ویره ولرو.
۱۰- د پتنګ په شان الوځه، حریف ته د مچۍ په شان ټک ورکوه.