د نجیب ځدران لوبه! / نجیب الله علیزی

وایې یوفقیر سړي ؤ هرځای چي به مړی سوي ؤ د سرخاکۍ د تقسیم په وخت کي به دی هلته ولاړ ؤ یو لس یا شل افغانۍ به ور سیدلې یو وخت یو ډیر خان سړي مړ سوي و د متوفی خپلوانو فقیر ته زرافغانۍ ورکړې! فقیر چي زر افغانېو ته وکتل د ډیری خوشحالې څخه یې وویل چي اوه (دغه دي مړ! هردوس پښي وغځوي وایې زه مړ یم، مړ خو دغه دي چي په سرخاکۍ کښي یئ سړي ته زر افغانۍ ور رسیږي).

په دې مملکت کې ډیرو ځانونه خوږ کړل د مختلفو هدفونو لپاره ډیرو ځانمرګي وکړل هم یې ځان هم يې وطن برباد کړي، اصلي فدایې او نثار نن په کریکیټ کښي (نجیب ځدران) وکړه داسي فدایې چي توپ یې کیچ کړي ځان یې فدا کړي درې کته یې ځان د ځمکي وواهه، د سوبی اوکامیابې په خاطر نجیب په خپله فدایې حمله کښي بل افغان نه دي وژلي برعکس د افغانانو لپاره یې ځان فدا کړي، خدایه داسي افغانان ډیر کړي چي د افغانانو په خاطر ځان فدا کړي نه داسي څوک چي افغانان فدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *