انګلیستان د ۲۰ اووریز جام پایلوبې ته ووت

تاند- د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په نیمه پایلوبه کې نن د انګلیستان او نیوزیلنډ لوبډلې مخامخ شوې.

د نیوزیلنډ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۵۳ منډې جوړې کړې خو انګلیسي لوبغاړو د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۱۷ اوور کې په داسي حال کې چې لا ۱۷ توپونه یې لرل، هدف پوره کړ.

دا لوبه انګلیستان په ۷ ویکټونو او ۱۷ توپونو وګټله او د نړیوال شل اووریز جام پایلوبې ته ووت.

د ویست انډیز او هند ترمنځ د سیالۍ ګټونکی به په پایلوبه کې له انګلیستان سره مخامخ شي.

افغانستان پر انګلیستان یوازې په ۱۵ منډو بایللې وه.

د نجونو په سیالیو کې سبا /پنجشنبه/ د نیوزیلنډ او ویست انډیز ټیمونه په مومبي کې نیمه پایلوبه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *