انګلیستان په پایلوبه کې ویست انډیز ته ۱۵۶ منډې هدف وټاکه

تاند- د کرکټ د نړیوال شل اووریز جان پایلوبه د انګلیستان په بیټنګ پیل شوه.

پچه ویست انډیز وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ انګلیسي لوبغاړي وکړي.

انګلیسي لوبغاړو تر سخت فشار لاندې بیټنګ پیل کړ.

لومړي درې لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځوېدل. څلورم او پنځم یو څه لوبه ښه کړه. خو څلورم لوبغاړی مورګن په داسي حال کې چې په بټلر په ۲۲ توپونو یې ۳۶ منډې کړې وې، وسوځول شو.

تر ده مخکې جې جې رای په صفر، اې ډي هېلز په ۱ منډه، مورګن په ۵، اي جې جي مورګن په ۳۶ منډوسوځېدلي ول خو جې اي روټ ښه لوبه کړې ده او تر ۵۰ منډو یې اړولي دي.

سټوکس په ۸ توپونو ۱۳ منډې وکړې. د ده له سوځېدو وروسته معین علي راووت. علي په دوهم توپ، بې له دې چې کومه منډه وکړي وسوځېد.

روټ د انګلیستان ۷ لوبغاړی و چې وسوځېد. ده خورا ښه لوبه وکړه، په ۳۶ توپونو یې ۵۴ منډې جوړې کړې. ده ۳ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله.

انګلیستان ټولټال ۱۵۵ منډې جوړې کړې او ویست انډیز ته یې ۱۵۶ منډې هدف وټاکه.

ګومان نه کېږي چې ویست انډیز دط دا هدف پوره نه کړي.

ډي جې ویلکي په ۱۴ توپونو ۲۱ منډې وکړې، ورپسې ایل اي پلنکیټ په ۴ توپونو یوازې ۴ منډې وکړای شوې.

دا پایلوبه د هند د کلکتې په ایدن ګارډن لوبغالي کې روانه ده.

دواړو لوبډلو یو – یو وار پایلوبه ګټلې ده.

خو که هر یوه نننۍ پایلوبه وګټله، دا به ورته لوی ویاړ وي چې دوه ځلي پایلوبه ګټي.

د ویسټ انډیز لپاره ایس بادرې ښه باولینګ کړی دی. ده په ۴ اوورونو کې نه یوازې ۲ انګلیسي لوبغاړي سوځولي بلاکې صرف ۱۶ منډې یې ورکړي دي.

شل اووریزې سیالۍ په ۲۰۰۷ م کال پیل شوي، تر دغه کال مخکې په کرکټ کې ټول پام یو ورځنیو یا پنځوس اووریزو سیالیو ته و.

له ۲۰۰۷ څخه تراوسه پوري د دغو سیالیو د اتلولۍ کپ یو – یو ځل هند، پاکستان او سریلانکا هم ګټلی دی.

انګلیستان په ۲۰۱۰ م کال په ویسټ انډیز کې د شل اووریزو سیالیو جام ګتلی. په ۲۰۱۲ کې ویسټ انډیز په سریلانکا کې د شل اووریزو سیالیو پایلوبه ګټلې ده.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۱۰۴ دی، ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۵ اوور روان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *