ویست انډیز د پاکستان پر ځای په اماراتو کې مسابقه کوي

تاند- وروسته له دې چې پاکستان په خپله وویل چې له افغانستان سره په لاهور کې مسابقې د امنیتي خطرونو له کبله نه شي کولی، ویست انډیز هم وویل چې د باکستان په خاروه کې امنیتي اندېښنه لري.

ټاکل شوې وه چې ویست انډیز له پاکستان سره د دغه هیواد په خاوره کې دوې ۲۰ اووریزې مسابقې او یوه ټیسټ لوبه وکړي خو وروسته له دې چې پاکستان له افغانستان سر ه خپلې سیالۍ په خپله خاوره کې د امنیتي اندېښنو له کبله لغوه کړې، ویست انډیز هم وویل چې پاکستان په خپله وايي چې په هیواد کې یې امنیت نشته.

پاکستان د ویست انډیز د سیالیو په وړاندې په خپل هیواد کې د امنیت مسله نه ده راپورته کړې او له همدې کبله ویل کېږي چې پاکستان له افغانستان سره خپله سیالي د دې لپاره لغوه کړه چې ګومان یې کاوه، لوبغاړي یې په بد روحي حالت کې دي خو افغان لوبغاړي تر بل هر وخت لوړ مورال لري.

پاکستاني ټیم، چې سږ کال له انګلیستان سره څو مسابقې لري، فکر کوي چې که پر ویست انډیز یې لوبې وبایللې، د دوی روحیه د انګلیستان په وړاندې د دې لپاره نه خرابوي چې انګلیستان په خپله په نړیوال شل اووریز جام کې پایلوبه پر ویست انډیز وبایلله او له بلې خوا د دغه جام اتلولي یې ګټلې ده خو که پر افغانستان یې سیالي وبایلله روحیه به یې نوره هم خرابه شي.

اوس ټاکل شوې ده چې پاکستان اوس د خپل هیواد پر ځای په متحده عربي اماراتو کې له ویست انډیز سره تیسټ میچ او دوې یو شل اووریزې سیالۍ وکړي.

پکار ده چې د افغانستان کرکټ بورډ هم پاکستان ته وړاندیز وکړي چې له افغانستان سره په متحده عربي اماراتو کې سیالیو ته تیار شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *