محمدنبي هم بیګ باش سیالیو کې واخیستل شو

راپور: خپلواک دریځ

محمدنبي به د استرالیا سترو بیګ باش سیالیو کې ولوبیږي، نوموړی د فولارډ سره یوځای میلبورن رینیګاډز لوبډلې اخیستي او تمه ده په راتلونکي فصل کې محمدنبي په دغه لوبو کې راښکاره شي.
د ویلو ده چې ګوګلي ماستر راشدخان ارمان له دې وړاندې ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې اخیستی.

د استرالیا ۷م فیصل سترې سوداګریزې لوبې بیګ باش به لس ورځي وروسته د روانې میاشتې پر ۱۹مه پیل شي او د ۲۰۱۸م کال د فیبرورۍ تر ۴مې نېټې به دوام وکړي.

5843438bac6b39994ef7764fb4f838fa

بیګ باش هر کال په جوش او خروښ کې ترسره کیږي او له لومړۍ ورځي تر وروستۍ ورځي پکې ۴۳ لوبې کیږي.

د سږني بیګ باش په لومړۍ لوبه کې به سیډني تندر له سیډني سیکسرز لوبډلې سره مخ وي.
سږ کال به بیګ باش کې د لومړي ځل لپاره دوه افغان لوبغاړي راشدخان له ایډلیډ او محمدنبي له میلبورن لوبډلې سره ولوبیږي.

د بیګ باش د تیر ۶م فصل اتلولي پرت سکارچرز لوبډلې د موزیس هنډریکس په کپټانۍ کې ګټلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *