پاکستان د ۱۹ کلنو جام لپاره د لوبډلې په انتخاب کې زړه نازړه دی

خبریال: فضل الرحیم رحیمي: د پاکستان کرکټ بورډ که څه هم د نولس کلنو نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړې، خو له دې سره سره زړه نا زړه دی چې ایا دا لوبډله به ښه وي او که نه.

په پاکستان کې د کرکټ مبصران خوښ نه دي چې د دغه هیواد کرکټ بورډ د نولس کلنو نړیوال جام ته اوسنۍ لوبډله اعلان کړې ده.

که څه هم د دوی په لوبډله کې پنځه تغییرات شته خو بیا هم مینه وال او مبصران په بورډ نیوکه کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ په نړیوال جام کې د عمیر یوسف، عبداللہ شاہ، حماد خان، اصغر قریشی او حیدر علی پرځای 5 نویو لوبغاړو علی زریاب، عمران شاہ، حماد عالم، ارشد اقبال او محمد علی اسکواډ کې شامل کړي.

د دې لوبډلې لوبډلمشري به حسان خان په غاړه وي.

په لوبډله کې محسن خان، عمران شاہ، زید عالم، روحیل نذیر، محمد طحہ، عماد عالم، علی زریاب، سعد خان، کپتان حسان خان، موسیٰ خان، شاہین شاہ، منیر ریاض، ارشد اقبال، محمد علی، سلیمان شفقات شامل دي۔

د پاکستاني لوبډله  به په خپل ګروپ کې د افغانستان، ایرلینډ او سریلانکا په وړاندې ډګر ته راووځي.

د نولس کلنو نړیوال جام لوبې نیوزلینډ کې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *