د پاکستان په نولس کلنه لوبډله کې د چای پلورونکی زوی

خبریال: فضل الرحیم رحیمي:  د پاکستان (۱۹) کلنې لوبډلې د نولس کلنو نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده.

دا ځل په دې لوبډله کې د عالم خان چای پلورونکی زوی زیدعالم هم شامل کړل شوی دی.

د زید عالم پلار وایي «زه د چایو یوه وړوکې غرفه لرم او له همدې لارې خپلې (۱۳) کسیزه کورنۍ ته نفقه برابروم.»

 د زید پلار د دې یادونه هم وکړه چې زید هم له ده سره په دوکان کې کله نا کله مرسته کوي.

چای پلورونکی وایي، «زه مې په زوی ویاړم چې په نه امکاناتو یې ځان تر دې حده ورسوه.»

زید عالم، چې د توپ وهونکی په صفت پاکستاني لوبډله کې لوبیږي، وایي چې موقعې ته په انتظار یم او کله چې موقعه مې په لاس راغله ثابت به یې کړم او پاکستانی لوبډله به اتلولۍ ته ورسوم.

زید عالم اوولس کاله عمر لري او په ښي لاس توپ وهنه کوي.

د نولس کلنو په نړیوال جام کې پاکستان په خپله لومړنۍ لوبه له افغانستان سره مخامخ کېږي، په داسې حال کې چې افغان نولس کلنې لوبډلې په اسیایی جام لوبو کې پاکستانۍ لوبډله دوه ځله له سختې ماتې سره مخامخ کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *