راتلونکې جمعې ورځ افغان نولس کلنه لوبډله له پاکستان سره سیالي کوي

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله چې په سویلي افریقا کې یې د نړیوال جام لوبولو په موخه ګډون کړی و، د جمعې په ورځ یې وروستۍ ګروپي لوبه له کاناډا نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره بې پایلې شوه او د نومرو په جدول کې د لومړي مقام په لرلو سره دویم پړاو ته ولاړه.

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام په لړ کې سوپر لیګ پړاو ته لار پېدا کړه.

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډله په ۷ وېکټو ماته کړه.

 د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه له عربي متحده اماراتو په ۱۶۰ منډو وګټله.

 د دواړو لوبو غوره لوبغاړی شفیق الله غفاري ونومول شو.

 تمه وه چې افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه له کاناډا سره ترسره کړي؛ خو دغه لوبه د جمعې په ورځ باران لغوه کړه.

 د هېواد نولس کلنو کرکټ لوبډله به د راروانې جمعې په ورځ د جنوري په ۳۱ مه نېټه له پاکستان سره د سوپر لیګ پړاو لوبه وکړي.

 له پاکستان څخه د لوبې ګټل د افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې لپاره په دې مهمه دي، چې افغان لوبډله درېیم پړاو ته بېولی شي.