د کرکټ نړېوال مبصرین افغان لوبډلې ته ښه چانس غواړي

ولید ( خپلواک)

د  افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې په داخلې بورډ کې زیاتې ستونزې لري، لاهم ورته نړیوال تبصره کوونکي ډېر ښه چانس غواړې.

 د کرکټ شنونکي او په کرکټ کې تجربه لرونکي غړي وایي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې که څه هم په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې دومره ښې سیالۍ ونه کړي،  لاهم باید د کرکټ سره پاتې شي او تجربه یې په کرکټ کې لا زیاته شي.

 دوی د افغانستان د بهترینه سوکه توپ اچوونکو له ډلې د را شد خان او مجیب الرحمن یادونه کړې ده،  راشد  خان یوازینی هغه لوبغاړی دی چې افغانستان ته به په ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام کې ځلیدونکی لوبغاړی وي او د ډېرو لوبډلو پر وړاندې به غوره توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړي.

 د کرکټ مخکښه مبصرین وایي:  ((افغانستان باید اوږد کرکټ وکړي او له هغه وروسته پر دوی باور تر هر چا زیات کیدلی شي.))   افغانستان کرکټ ملي لوبډله په روان کال کې سخت مزل په مخکې لري چې د همدې کال پر سپټمبر میاشت کې به اسیا جام او په اکټوبر کې به نړیوال شل اوریزه جام ترسره شي.

 افغان کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه د ځان لپاره یوازي درې شل اوریزه سیالۍ د ایرلنډ خلاف برابرې کړي چې د روان کال په مارچ میاشت کې به د هند په هېواد کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي.

 افغان کرکټ ملي لوبډله اوس په متحد عربي اماراتو کې د ۱۹ لوبغاړو په شتون کې تمریناتي کمپ ترسره کوي.