ډهوني یو چانس لري چې نړېوال کرکټ پېل کړي

ولید ( خپلواک)

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او اوسنی لوبغاړی ایم ایس ډهوني په یو نوي رنګ سره دا ځل د ۲۰۲۰ م کال د انډین پریمیر لیګ (آی پي ایل) سیالیو ته راستنیږي.

ډهوني د چینای سوپر کینګز لوبډلې لوبډلمشر او مهم لوبغاړی دی چې راتلونکی آی پي ایل ورته خوره اړين دی، ځکه نوموړي ته هندوستان کرکټ بورډ چانس ورکړی که په راتلونکې فصل کې ښه ولوبیږي، نو یقیني ده چې نړیوال شل اوریزه جام کې به ورته په لوبډله کې وخت ورکول شي.

ډهوني په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزه جام کې د نیوزیلنډ خلاف په نېمه پایلوبې کې د غلط بیټنګ وروسته له پام څخه وغورځول شو چې لا تر اوسه په تېرو سیریزونو کې په هیڅ کومه رسمي لوبه کې ونه لیدل شو.

هغه پوره چمتو دی چې یو ځل بیا چینای لوبډلې ته د لوبډلمشر په شکل ولوبیږي، بل پلو نوموړي د خپلو ویښتانو رنګ هم بدل کړی. ډهوني د ويښتانو په بدلولو کې ډېر ښه ښکاري، په راپور کې راځي چې د ډوهني مینوال په دغه رنګ کې هغه ته ښه راعلاست ویلی، ډوهني به د سریش رینا سره په چینای کې یوځای شي.