افغان ۱۹ کلنه کرکټ لوبډله سبا ۱۲ بجې د جنوبي افریقا خلاف نړېوال جام پېلوي

 د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام د افغان کرکټ لوبډلې او د کوربه سویلي افریقا کرکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ ۱۲ نیمې بجې پېلیږي؛ دې کرکټ جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې ګډونوالې دي.

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله د جمعې په غرمه دولس نیمې بجې له افریقایي کرکټ لوبډلې سره د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام لومړۍ لوبه کوي او په دې ډول د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام پرانېستنه کوي.

 د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله دویمه لوبه د جنوري په ۲۲ مه نېټه له عربي متحده اماراتو سره کوي او درېیمه لوبه له کاناډا نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره د جنوري په ۲۴ مه نېټه ترسره کوي.

 دې جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې ګډونوالې دي.

 د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام د جنوري په ۱۷ مه نېټه پېلیږېي او د فبروري تر ۹ مې نېټې دوام کوي.

 دې لوبو کې ۱۶ کرکټ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي، چې افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله په ډي ګروپ کې قرار لري.