د پاکستان خلاف افغان ۱۹ کلنه لوبډله بشپړ چمتوالی لري

د نولس کلنو کرکټ لوبډله چې اوسمهال په افریقا کې ده او کواټر فاینل سیالیو ته رسېدلې، سبا د جمعې په ورځ به له پاکستانۍ نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره لوبه کوي، دغې لوبې ته د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي د بشپړ چمتووالي خبره کړې.
د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله به سبا جمعه د کابل ۤپر وخت  غرمه دولس نیمې بجې له پاکستانۍ نولس کرکټ لوبډلې سره په یوه مهمه لوبه کې مخ کېږي.
دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ځکه ده، چې ګټونکې لوبډله په نړیوال جام کې لا مخکې، کولای شي.
د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي د بشپړ چمتووالي خبره کړې او ویلي دي، چې دوی له پاکستان سره مناسبې لوبې کولو ته پوره چمتو دي.
بل پلو د نولس کلنو کرکټ لوبډلې یو لوبغاړي ویلي، چې نړیوال جام کې دوی وځلېدل او کواټر فاینل کې د پاکستان د ماتې په تکل دي.
افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نړیوال پنځوس اوریز جام لومړیو کې د افریقا او عربي متحده اماراتو لوبډلې ماتې کړې او کواټرفاینل پړاو ته ورسېده.
بل پلو د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر ویلي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیا او نړیوال شل اوریزو جامونو لپاره باید سخت تمرینونه وکړي او دی به له لوبډلې سره پوره خواري وکړي، ترڅو د ستورو لوبغاړو په شتون کې اسیا جام او نړیوال شل اوریزو جامونو پرمهال مثبتې لوبې وکړي.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان له تجربه کاره لوبغاړو غوښتي، چې یواځې شل اوریز کرکټ وکړي او راروانو سترو شل اوریزو جامونو ته ځان چمتو کړي.
اسیا شل اوریز جام د ۲۰۲۰ م کال سپټمبر کې شاو خوا نهه میاشتې وروسته د پاکستان په کوربتوب ترسره کېږي او نړیوال شل اوریز جام هم د ۲۰۲۰ م کال په اکټوبر میاشت کې شاو خوا لس میاشتې وروسته پېلېږي او اسټرالیا یې کوربتوب کوي.
دغو دواړو شل اوریزو جامونو کې افغان لوبډله شامله ده.