نایټ کلب د خپل یو پخواني لوبغاړي د مړینې کلیزې ته درناوی کوي

محمود خان منندوی

د نانټ کلب اعلان کړه، چې د دې کلب د پخواني لوبغاړي امیلیانو سالا د مړینې د یوه کال په پوره کېدو او هغه ته د درناوي په پار به د بورډو پر وړاندې په هغه ځانګړي لباس کې ولوبیږي چې د ارجنټاین د ملي نښا له رنګونو جوړ دی.

 بل خوا بیا د سیویا ارجنټایني حمله کوونکي لوبغاړي لوکاس اوکامپوس او برازیلي دفاعي لوبغاړي ډیګو کارلوس د دې لوبغاړي د مړیني د یوه کال د پوره کېدو په خاطر، هغه ته د تېري شپې په لوبه کي ځانګړي تشریفات او د درناوي وړ مراسم هم ترسره کړل.

دغه راز د مارکا او کاډینا سیر د راپورونو پر اساس، سبایوس په ارسنال کې د خپل حالت څخه راضي نه دی او د دې کلب له مسؤلینو څخه یې غوښتنه کړې ده، تر څو د ده قرضي قرارداد لغوه اعلان کړي.  سبایوس د نیم فصل له پاره د یو داسې کلب په لټه کې دی، چې هغه کلب نوموړي ته د لوبېدو ډېر وخت ورکړي.

په ورته وخت کې د سالامانکا روزونکی لواسس د ریال ماډریډ پر وړاندې تر پرونۍ لوبې وروسته:  زه د ریال ماډریډ د ترکیب په لیدو حیران شوم او په دې پوه شوم، چې هغوی موږ ته درناوی لري. د لواسس موخه د ډېرو ګولونو ترسره کول وو.   نوموړی زیاتوي چې زیدان دا ثابته کړه چې نوموړی یو ښاغلی دی، ځکه نوموړي له یوه ښه ترکیب څخه یي ګټه اخیستې ده.

او د ۱۹۶۲میلادي کال راهیسې د لومړي ځل له پاره برنلي منچسټر یونایټیډ ته په خپل کور کې ماته ورکړه او د دې تر څنګ یې د ۱۹۲۱ میلادي کال راهیسي لومړی کلین شېټ هم د دوی پر وړاندې د دوی په کور کې واغوست.