د ارجنټاین پخواني لوبغاړي له فوټبال مخه ښه واخیسته، نور هم شته

محمود خان منندوی

رسمي:  د ناپولي، پاریس سېنټ جرمن او ارجنټاین پخواني 34 کلن لوبغاړي ازکوئیل لاوټزي د فوټبال سره مخه ښه وکړه. دی د فوټبال یو له نامتو څېرو څخه و چې په ډېر کم وخت کې یې په کور دننه او بهر یې ګڼ شمېر مینه وال خپل کړي و.

NA: د لیګ د نمرو ضریب دی. دا نمرې د یوه لیګ څخه تر بل لیګه پورې توپیر لري، خو د یوه لیګ د ټولو کلبونو لپاره یو ډول دي.

 د یادوني وړ ده، چې په لویو کلبونو کې اینټر میلان 54، بروسیا مونشن ګلډباخټ 61، لیسټر سیټي 70 او اث میلان 80 مقام لري.

په ډېر امکان سره په جنورۍ میاشت کې ټاکومي مینامینو د لیورپول سره د 7.25 میلیونه پونډه په بدل کې یو ځای کېږي.

 کلوپ نن په خبري کنفرانس کې:

مینامینو ډېر ښه لوبغاړی دی.

ګوارډیولا نن دوه خبره تائید کړل:

 لومړی: په جنورۍ کې نوي لوبغاړي نه رانیسو.

 دوهم: سرجیو اګویرو د یکشنبې په ورځ د ارسنال پر وړاندې نه لوبیږي.

د منچسټر یونایټیډ لوبغاړی میسون ګرینووډ د اروپا لیګ د شپږمې اوونۍ د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

 د اروپا لیګ د شپږمې اوونۍ منتخبه لوبډله اعلان شوه.

 پر منچسټر سیټي باندې د اولمو ګول د چمپیونز لیګ د شپږمي اوونۍ د غوره ګول په توګه انتخاب شو.

 پر نیو کاسل یونایټیډ د کیوین ډي بروین ګول د غوره لیګ د نومبر میاشتي د غوره ګول په توګه انتخاب شو.