نیمار بیا له بارسلونا څخه شکایت کړی، نور هم شته

 محمود خان منندوی

مونډو ډیپورټیوو له قوله: د بارسلونا څخه نیمار بیا شکایت په اړه ویلي دي.  نیمار ادعا کړې ده، چي د بارسلونا کلب په دې کلب کي د ده د اخیري میاشتې د معاش 3.5 میلیونه یورو نه دي ورکړي او اوس یي د دې کلب څخه نوی شکایت ثبت کړی دی.

 د نیمار وکیلانو او خپله د نیمار پلار هم دغه څه تائید کړي دي.

اووه ویشت کلن نیمار په کال ۱۹۹۲ میلادي د فبرورۍ په پنځمه نېټه زیږدلی دی. دی د نړۍ له غوره فوټبالرانو څخه شمېرل کیږي.

 ځیني راپورونه وایي، چې بارسلونا د نیمار د رانیولو څخه کرار کرار شاته کېږي او د نورو لوبغاړو د رانیولو په لټه کي ده.

 نیمار وروستۍ مرکه کې ویلي دي، چې پاریس کې خوښ یم.

والورډي د ریال ما‌ډریډ د نومبر میاشتې د غوره لوبغاړی په توګه انتخاب شو.

 5 لوبې | 1 ګول | 1 د ګول پاس

د لیورپول لپاره د جمعې د ورځې وروستی ښه خبر!

رسمي: جیمز میلنر د لیورپول سره خپل قرارداد تر 2022م کال پورې وغځاوه.

جیمز د ریال ماډریډ سره انفرادي تمرینات پیل کړي دي، هغه د روان کال تر پایه د لوبیدو توانایي نه لري.