نیمار د خپل ځان په اړه څلورو کلبونو ته وړاندیز کړی دی

محمود خان منندوی
نیمار اوس کرار کرار دې نتیجې ته رسیږي، چي بارسلونا ته یی انتقال تر تصور ډېر سخت دی او اوس یي ځان 4 لویو کلبونو ته وړاندیز کړی دی.

مونډو ډیپورټو خبر ورکړی، چې په هر ډول وی نیمار غواړي د پاریس سېنټ جرمن څخه جلا سي او په دې باوري دی، چي ښه ځای به د ده له پاره بارسلونا وي، خو داسي معلومیږي چې په اصل کې داسې څه ممکن نه دي.

نیمار په تدریجي توګه په دې باور دی، چې بارسلونا ته یي تګ ستونزمن دی او په همدې خاطر یې څلورو نورو لویو اروپایي کلبونو ته مخ کړی دی، چې ریال ماډریډ، یوونټوس، بایرن میونیک او منچسټر یونایټیډ دي.

د بارسلونا او پاریس سېنټ حرمن ترمنځ اړیکي ښې نه دي. یو وخت بارسلونا غوښتل ټیاکو سیلوا او مارکینیوش د پاریس سېنټ جرمن څخه رانیسي، خو په دې کار کي موافق نه شوه او دوه کاله مخکې بیا د ډي ماریا او مارکو وراټي رانیولو ته نږدې شوې وه، خو د دواړو په رانیولو کې ناکامه شوه او د پاریس سېنټ جرمن د غوصې سبب شوه. هغوی د انتقام په توګه نیمار د بارسلونا څخه واخیستئ.

په وروستېو کي بارسلونا د اډرین رابیو و رانیولو ته علاقه ښودلې وه، خو په پایله کې خبرې بې پایلي سوې او رابیو و یوونټوس ته ولاړ.

تر دې بیا ها خوا بله خبره دا ده، چې بارسلونا په مالي لحاظ د نیمار د رانیولو وس نه لري. بارسلونا پر ډي یانګ او ګرییزمان 191 میلیونه یورو مصرف کړې او د نیمار د رانیولو له پاره حد اقل 222 میلیونه یورو ته اړتیا ده.

بارسلونا دوې ورځې مخکې یو وړاندیز چې د 40 میلیونه یورو سربیره راکیټیج او کوټینیو هم پکې وه، و پاریس سېنټ جرمن ته ولیږه، چې ډېر ژر دوی رد کړی.

پاریس سېنټ جرمن د نیمار لپاره نغدې پیسې غواړي او بارسلونا بیا د لوبغاړي د معاملې پسې کوښښ کوي.

نویو کلبونو ته به د نیمار تګ اسانه نه وي، ځکه ریال ماډریډ مخکي غوښتل چي نیمار رانیسي، خو یوه میاشت مخکي دې کلب ډېرې پیسې پر لوبغاړو مصرف کړې او اوس د لوبغاړو پر خرڅولو فکر کوي.
بایرن میونیک په دونه لوړه بیه لوبغاړی نه رانیسي، یوونټوس هم رونالډو خپل د رهبر په توګه انتخاب کړی او په اخر کي منچسټر یونایټیډ په چمپیونز لیګ کي نشته، نو ځکه یي د دې کلبونو سره یو ځای کېدل سخت دی.