د افغان کرکت ملي لوبډلې راتلونکې سیریز په سپتمبر کې پېلیږي

نصرت الله عمرزی

ټاکل شوې د افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو درې اړخیز سیریز ترسره شي.

دا سیریز به د سپتمبر میاشتې په ۱۴ نېټه پیل شي چې لا هم یوه میاشت او ۲۶ ورځې ورته پاتې دي.

دا سیریز په بنګله دېش هېواد کې ترسره کیږي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به په دې سیریز کې خپله لومړۍ لوبه د سپتمبر په ۱۴مه نېټه له زیمبابوۍ سره، په ۱۵مه او ۱۸مه له بنګله دېش سره او په شلمه نېټه به بیا له زیمبابوۍ سره مخ شي.

له دې سیریز وروسته به افغان لوبډله له ویسټ انډیز سره هم یوه ټېسټ، درې شل اوریزې او درې یو ورځینۍ لوبې ترسره کړي.