د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې

سید ادریس ولي زاده

په روان ۲۰۱۹ کال کې د افغان ملي لوبډلې راتلونکې لوبې په سپټمبر او نومبر میاشتو کې دي.

د روان کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان داخلي لیګ شپږېزه سیالۍ په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، له یادو سیالیو وروسته افغان ملي لوبډله بنګله دېش ته سفر کوي، تر څو په درې اړخېزه لوبلړۍ کې برخه واخلي.

د روان کال په سپټمبر میاشت کې د بنګله دیش هېواد په کوربتوب د افغانستان، زمبابوې او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ شل اورېز ترای سیریز یا درې اړخېزه لوبلړۍ ترسره کېږي.

په دغه سیریز کې د افغانستان لومړۍ لوبه د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نیټه د زمبابوې سره ده، خو د کرکټ نړیوالې شورا ( ICC) لخوا تازه د زمبابوې ملي لوبډله تر درېیو میاشتو پورې له لوبو کولو څخه منع شوې ده.

د زمبابوې کرکټ اداره د سیاسي مداخلو له کبله د بندیز سره مخ شوه.

زمبابوې په دغه سیریز کې ګډون نه کوي او یادې لوبې د افغانستان او بنګله دیش لپاره خپلمنځي شوي دي.

له یاد ترای سیریز وړاندې افغانستان له بنګله دېش سره یوه ټیسټ لوبه هم کوي، چې د دواړو ترمنځ به لومړۍ ټیسټ لوبه وي.

افغانستان خپله لومړۍ ټیسټ لوبه د هندوستان خلاف بایللې، خو خپله دویمه لوبه یې د ایرلنډ خلاف ګټلې ده.

له یادو سیالیو وروسته ټاکل شوې، چې د افغانستان غوره لیګ سیالۍ په اکتوبر میاشت کې ترسره شي او له دغه لیګ وروسته افغان ملي لوبډله به هندوستان ته لاړه شي.

د روان کال په نومبر میاشت کې د افغانستان په کوربتوب هندوستان کې د میلمه ویسټ انډیز او افغانستان ترمنځ اووه نړیوالې لوبې ترسره کېږي.

په یادو لوبو کې لومړۍ د درېیو شل اورېزو لوبو لړۍ ترسره کېږي، چې بیا ورپسې د درېیو پنځوس اورېزو لوبو لړۍ ترسره کېږي او په وروستیو کې یوه ټیسټ لوبه هم ترسره کېږي.