افغان کرکټ ملى لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ په ۲۱ نېټه د ایرلينډ هېواد کوربه توب کوي چې په دې لوبلړۍ کې ۱ ټیسټ، ۵ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې شاملې دي. په می میاشت کې له سکاټلينډ هېواد سره ۲ یو ورځنۍ لوبې شاملې دي. دغه راز په همدې میاشت کې د نړيوال جام د تياري په خاطر له ایرلنډ سره ۳ یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کيږي. په می او جولای میاشت کې بیا افغانستان په نړيوال جام کې ګډون کوي چې دوه ازمایښتي لوبې له پاکستان او انګلینډ سره ترسره کوي او بیا به له ټولو هېوادونو سره يوه ـ یوه لوبه ترسره کړي چې ۹ لوبې کيږي.

د همدې کال په اګست میاشت کې د یوې ټیسټ ۵ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره به زمبابوې د افغان لوبډلې کورتوب کوي. بنګله دیش هېواد په سپټمبر او اکتوبر کې بیا د یوې ټیسټ او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبډلې کوربه دی. د نومبر په میاشت کې بیا د افغان لوبډلې په کوربه توب له ویسټ انډیز سره یوه ټیسټ، ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې پلان شويدي.

افغان لوبډله به په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې بیا هم په فبرورۍ او مارچ کې د دوو ټیسټ او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د ایرلينډ کوربتوب کوي. په اګست کې به بیا ایرلينډ د یوې ټیسټ او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان کوربه توب وکړي.

د همدې کال په سپټمبر میاشت کې اسيا جام سيالۍ دي او ورپسې په اکتوبر او نومبر کې بیا شل اوریز نړيوال جام سيالۍ هم په اسټراليا کې ترسره کيږي. دغه راز په دې کال کې وروستۍ یوه ټیسټ لوبه په نومبر کې له اسټراليا سره ولرو.

د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په جنورۍ او فبرورۍ کې بیا د افغان لوبډلې په کوربتوب له ایرلينډ سره ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې سيالۍ دي. په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په کوربتوب له زمبابوې سره ۲ ټیسټ او ۳ شل اوریزې لوبې دي. په مارچ میاشت کې هند د ۳ یو ورځنيو لوبو لپاره د افغانستان کوربه توب کوي. په جولای کې به سریلانکا د ۳ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو په موخه د افغانستان کوربتوب وکړي.

دغه راز به په سپټمبر کې بیا افغانستان د ۳ یو ورځنيو لوبو لپاره د پاکستان کوربه توب وکړي. په اکتوبر او نومبر کې بیا شل اوریز نړيوال جام په هندوستان کې ترسره کيږي. د همدې کال په ډسمبر او د ۲۰۲۲ م کال په جنورۍ کې به زمبابوې د یوې ټیسټ، ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان کوربه وي.

هالنډ هېواد به د افغانستان په کوربه توب په جنورۍ کې د ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره راځي.

همدارنګه بنګله دیش به په فبرورۍ کې د ۳ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو لوبو په پار د افغان لوبډلې کورتوب وکړي. له اسټراليا سره په یاد هېواد کې ۳ یو ورځنۍ لوبې په مارچ کې ترسره کيږي. بیا به هم ایرلينډ هېواد په اګست کې د یوې ټیسټ، ۳ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبډلې کوربه توب وکړي. افغان لوبډله به په سپټمبر کې د یوې ټيسټ لوبې لپاره د اسټراليا کوربتوب کوي.

پاتې دې نه وي چې د دې کال په سپټمبر میاشت کې اسيا جام سيالۍ هم ترسره شي.