په نومبر کې افغان لوبډله په خپل کوربتوب د ویسټ انډیز لوبډلې سره بېلابېلې سیالۍ کوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د لوبو د مهالوېش پر بنسټ، ملي لوبډله به د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې په هندوستان کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې، درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د افغانستان په کوربه توب د لوبو دغه لړۍ به د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي او د ډسمبر میاشت تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.

همدارنګه باید وویل شي چې د افغانستان الف لوبډله هم اوسمهال د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې پر لوبو بوخته ده چې په دغو لوبو کې دوه څلورـورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ (لېست اې) سیالۍ شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې ملي لوبډله به د روان کال په سپټمبر میاشت کې د بنګله دېش پر وړاندې خپله یوازېنۍ ټېسټ لوبه او دغه راز د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د نړیوال شل اوریزو سیالیو د درې اړخیزه لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړي.