پاکستانی کرکټر شعیب ملک له نړیوالو یو ورځنېو سیالېو لاس په سر شو

محراب ګل مخلص

له حمید حسن، کریس ګیل، امبتی رایډو، یوراج سینګ څخه وروسته شعیب ملک هم له نړیوال یو ورځینیو سیالیو سره مخه ښه وکړه.
د پاکستان ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی شعیب ملک د یو ورځینیو سیالیو څخه ریټایرمنټ اعلان کړ.
نوموړي په وروستیو شل کلونو کې ۲۸۷ سیالۍ ترسره کړي، ټول ټال یې د ۹ سلیزو او ۴۴ پنځوسیزو پر مټ ۷۵۳۴ منډې جوړې کړي چې پکې ۱۱۳ شپږیزې او ۶۰۳ څلوریزې شاملې دي.
او ددې ترڅنګ په یوه پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې منډې ۱۴۳ منډې کړي او ورسره ۴۰ ځله نا سوځیدلی هم پاتې شوی.
له دې ور اخوا ملک په ۲۱۷ پاڼیو کې توب اچونه کړې،چې نوموړي د ۱۸، ۳۹ اوریج او د ۶۶، ۴ ایکونمۍ سره ۱۵۸ ویکټې هم تر لاسه کړي.
د یاد لوبغاړي غوره توپ اچونه د ۱۹/۴ ده.
باید یاده شي چې ده په ټول ژوند کې ۹۸ کیچونه هم تر لاسه کړي.