پاکستاني کرکټر عماد وسیم نن د خپل ژوند ۳۰ پسرلی پېل کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی کیڼ لاسی توپ وهونکی سید عماد وسیم نن د خپل ژوند ۳۰ پسرلی پېل کړ. د ای سي سي (کرکټ نړیوالې شورا) په خپله فسبوک پاڼه عماد وسیم ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده. ای سي سي زیاته کړې ده: د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ال رونډر عماد وسیم په تېر ۲۰۱۷ م کال کې د زیاتو لوبو ګټونکی لوبغاړی بلل کېده.

عماد وسیم له نن څخه پوره دیرش کاله وړاندې په کال ۱۹۸۸ د ډیسمبر په ۱۸مه وزږېد. نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په هېڅ ټيسټ سیالېو کې ونډه نه ده اخیستې. دغه راز نوموړي په ۳۲ یو ورځنېو سیالېو کې لوبیدلی دی چې ۴۸۰ منډې یې پکې جوړې کړي دي. ‍ عماد وسیم د شل اوریزو سیالېو په لړ کې بیا د پاکستان کرکټ لپاره په ۳۱ سیالېو کې لوبېدلی دی او ۱۴۰ منډې یې پکې جوړې کړي دي.

عماد وسیم لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ په کال ۲۰۱۲ کې د سریلانکا خلاف او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ یې بیا د نیوزیلینډ خلاف ترسره کړه. دغه راز د شل اوریزو سیالېو له جملې عماد وسیم خپله لومړۍ شل اوریزه سیالۍ په کال ۲۰۱۲ کې د زمبابوې خلاف او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ یې بیا د نیوزیلینډ خلاف د همدې روان کال نومبر میاشت کې ترسره کړه.

عماد وسیم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ال رونډر لوبغاړی دی او د پام وړ توپ اچونه هم کولای شي. نوموړي په یو ورځنېو سیالېو کې تر دې مهاله ۲۹ او په شل اوریزو سیالېو کې بیا ۳۱ ویکټې لري.