شاهد خان: شاداب خان او عماد وسیم غوره آل رونډران دي

ولید ( خپلواک )

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې افسانوي کرکټر شاهد خان افریدي د اوسني لوبډلمشر په اړه تازه څرکندوني د زینب عباس سره په یو مرکه کې وکړې.

پخواني الراونډر شاهد خان ویلي: ((بابر اغظم د پاکستا لپاره ډېر سخت کار ترسره کوي او زه د هغه د سختو ستاینه کوم، ما مخکې فکر نه کاو چې بابر به په شل اوریزه لوبو کې هم وځلیږي.))

افریدي زیاتوي: ((بابر تل په پنځوس اوریزه او ټیسټ لوبو کې د پام وړ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي دي، هغه به د خپلې لیوالتیا له مخې په شل اوریزه لوبه کې هم ډېر پرمختګ وکړي، کوم شاټونه چې د لوبې په جریان بابر اغظم وهي نو دا د دې چانس پیدا کوي، ترڅو په لنډ فارمټ کې هم وځلیږي.))

دی وايي: (( زما په اند په آلراونډرانو کې بیا شاداب خان او عماد وسیم ترټول غوره دي او ټیم لپاره ګټور تمامیدلی شي، زه حسن علي ډېر خوښوم او په دې هیله یم چې یو ځل بیا به په ډېر ښه فیټنیس سره ملي لوبډلې ته راوګرځي.))

 یاده دې وي چې شاهد خان افریدی د خپل وخت مخکښ الراونډر و.