د انګلنډ نامتو کرکټر عادل رشید په یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې، نور هم شته

عادل رشيد لومړنی انګلنډی ورو توپ اچوونکی شو چې په يو ورځنيو لوبو کې ۱۵۰ ويکټې پوره کوي، دغه کارنامه نوموړي په خپله ۱۰۲مه، د ايرلينډ سره دوهمه سيالۍ کې وکړه.

عادل رشید ۳۲ کلن دی او خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د انګلنډ لپاره په کال ۲۰۰۹ د اګست په ۲۷ مه د ایرلنډ خلاف وکړه.

نوموړی په لوبډله کې د توپ ویشتونکي په حېث لوبیږي او په ښي لاس لیګ سپېن توپ اچونه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، حکمت الله حسن د رسنيو څانګې د نوي مشر په توګه ګمارل شوی دی.

د کندهار په سپين بولدک کې پر سړک د سولې په نوم د بايسکل ځغلولو سيالۍ ترسره شوه.

 دغه سيالۍ د کندهار له تورکوتل څخه تر تخته پل پوري د بدني روزنې امريت په مرسته د پيوند مدني ټولنې له لوري ترسره شوه.

د اګست په ۱۳مه د چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

 افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د اتو ولايتونو ترمنځ راتلونکې اونۍ خوست کې د چلنج کپ لومړۍ درجه سيالۍ پيليږي، چې د اګسټ پر ۱۳مه به پيل او پر ۲۲مه به يې پای ته ورسيږي.