د ویسټ انډيز نامتو کرکټر: ډېره هڅه کوم چې د انګلنډ لوبغاړي تر فشار لاندې راولم

ولید ( خپلواک )

 په پام کې ده چې د انګلستان په کوربتوب د ویسټ انډیز او کوربه لوبډلې انګلنډ ترمنځ د جولای په اتمه نېټه د درېیو ټيسټ سیالیو څخه یې لومړنۍ پيل شي. د درې میاشتنې ځنډ وروسته به یو ځل بیا نړیوال کرکټ ترسره شي.

ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله د درې سیالیو لپاره انګلنډ  ته رسیدلې او هلته به خپله لومړۍ ټيسټ لوبه د جولای میاشت په اتمه نېټه ترسره کړي.

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی کيمر روچ ویلي: (( مونږ له ځانه سره ښه چټک توپ اچونکې لرو، زه به خپله ډېره هڅه وکړم ترڅو انګلستاني لوبغاړي تر فشار لاندې راولم، د درې ټیسټ لوبو ګټل زمونږ لپاره ډېر مهم دي، او زمونږ هڅه به دا وي چې پیل په بریا سره وکړو.))

 یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د بین سټوکز په لوبډلمشرۍ کې خپله لومړی ټيسټ لوبه ترسره کوي.