د افغانستان کرکټ بورډ له مالي بحران سره مخ دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وروستۍ سیالي په مارچ میاشتې کې وه، ځکه خو یې پرلپسې پنځه میاشتې هېڅ نړېواله سیالي تر اوسه ونکړه.

کورونا وایروس د نړۍ په کچه ټولې ورزشي سیالۍ وځنډولې او زیاتې یې لغوه اعلان کړې، افغان کرکټ بورډ هم د دې ستر زیان ښکار شو او ګڼې سیالۍ یې لغوه او زیاتې یې بیا وځنډېدې.

انډي مولز چې د تېر ۲۰۱۹ زیږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وګمارل شو، داسې ښکاري چې کرکټ بورډ اراده لري، چې څو نوموړی پرېږدي. د مولز پرېښودل د افغان کرکټ بورډ مالي بحران یاد شوی دی.

افغان کرکټ بورډ په ډېسمبر میاشت کې د اسټرالیا خلاف ټېسټ سیالۍ لري او ملي لوبډله مجبوره ده چې خپل تمرینات ورته جاري وساتي.

دغه راز اسټرالیا هم د افغان لوبډلې خلاف ټېسټ سیالۍ ته خپل چمتو والی ښودلی دی.

دواړه لوبډلې د آی سي سي له لوري بشپړ غړیتوب لري. اسټرالیا پیاوړې لوبډله ده او په خپله لوبډله کې ډېر تجربه کاره لوبغاړي لري، دا به وروسته ثابته شي چې د دې ټېسټ سیالۍ بریا کومه لوبډله خپلوي، خو د کرکټ مبصرین دا سیالي د افغان لوبغاړو لپاره د ویاړ سیالي ګڼي.