افغانستان په ډېسمبر کې د اسټرالیا خلاف ټېسټ سیالۍ ترسره کوي

د کرک انفو مالوماتو له مخې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به ټېسټ سیالۍ د ډېسمبر میاشتې پر ۷ مه نېټه پېل شي.

د آی سي سي د برنامې پراساس؛ آسټرالیا به په نومبر په میاشت کې د افغانستان کوربه توب وکړي، دغه راز د د شل اوریزو سیالېو نړېوال جام هم ځنډول شوی، ځکه کورونا وایروس ګڼې سیالۍ او لوبلړونه وځنډول.

د افغان لوبډلې دغه ټېسټ سیالي د اسټرلیا ټیسټ خلاف پنځمه ټيسټ سیالۍ ده چې د کرکټ نړېوالې شورا یا آی سي سي له بشپړ غړیتوب وروسته یې ترسره کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډله هم د کورونا وایروس ښکار شوې ده او ګڼې سیالۍ یې لغوه اعلان شوي دي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د قرنطین دوره کې پر کور وو او له هر ډول نړیوالو سیالیو ترسره کولو بندېز سره مخ شوي وو، اوس که څه هم دا بندېزونه پای ته رسیدلي دي، خو لا هم نږدې ورځو کې افغان کرکټ ملي لوبډله نړېوالې سیالۍ نلري.

یاده دې وي چې افغانستان او اسټرالیا دواړه د کرکټ نړېوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې دي.