رونالډ کومن چانس لري څو د بارسلونا لوبډلې روزونکی شي

ټاکل شوې ده رونالډ کومن د بارسلونا د فوټبال ټیم نوی روزونکی شي.

د اسوشيټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د بارسلونا کلب رئیس جوزپ ماریا بارتومئو پرون له بارسا ټلوېزیون سره په خبرو کې دا موضوع یاده کړه.

ده زیاته کړه، له هالند سره‌يې په دې اړه په خبرو کې پرمختګ کړی دی، خو توافق نه‌دی لاسلیک شوی.

راتومئو زیاته کړه، که تغییر رانه‌شي، کومن به د بارسلونا نوی روزونکی وي.

څلور ورځې مخکې له دې اعلانه، د اروپا اتلانو د اخري لیګ په څلورم پړاو کې بارسلونا د بارین مونیخ پر وړاندې په اته-دوه وبایلله.

۵۷ کلن کومن له ۲۰۱۸م کال راهیسې د هالند د فوټبال ټيم روزونکی دی او د ۲۰۲۲م کال تر نړیوال جام سیالیو وروسته پای ته رسېږي.