Skip to content
محمود خان منندوی
په لالیګا کې د الکلاسیکوو معلومات: 178 لوبې| ریال ماډریډ: 72 بریاوې| 34 مساوي | بارسلونا: 72 بریاوې
والورډي د الکلاسیکو په اړه: دا زما لپاره ډېره هیجاني لوبه ده او غواړم خوند ور څخه واخلم. ټول باید د لوبې څخه خوند واخلي. موږ غواړو لوبه وګټو، تر څو ریالیان په ریال وویاړي.
امنیتي شرایطو په خاطر لومړی د بارسلونا او وروسته د ریال ماډریډ بس نیو کمپ ته ځي.
ډورټمنډ په بونډسلیګا کې د لایپیزیګ سره لوبه 3-3 مساوي کړه.

د ډورټمنډ لپاره دې لوبه کې وایګل، برانډټ او سانچو ګولونه ولګول.
د لایپیزیګ له پاره دې لوبه کې ټیمو ورنر (2) او شیک ګولونه ولګول.
لیورپول د فصل لومړی جام له لاسه ورکړ، اتحادیې جام کې اسټون ویلا 5-0 سخته ماته د لیورپول د ځوانانو لوبډلي ته ورکړه. د لیورپول دا جام درې فصله کېږي، چې نه دی ګټلی.
رسمي: کارلوس سولر د والنسیا سره خپل قرارداد تر 2023م کال پورې وغځاوه.
سولر د والنسیا کلب د اکاډمۍ محصول دی. د هغه د ازادېدو قیمت 150 میلیونه یورو دی.