منیر احمد په کرکټ کې د سلیزو جوړولو وړتیا لري او ثابته یې هم کړه

د احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو په جریان کې بند امیر د بست لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه، چې دغې لوبې کې د بست لوبډله د منیر احمد پیاوړې توپ وهنې سره د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه. د لوبې پچه د بند امیر لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. د بند امیر لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې ۹۷٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د امان الله رفیقي سلیزې په مرسته ۳۱۴ منډې جوړې کړې. د بند امیر لوبډلې لپاره امان الله رفیقي په ۱۵۷ توپونو د یولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

دې سیالۍ ثابته کړه چې منیر احمد ځوان دی او ښه کرکټر دی او کولای شي خپل کرکټ ته لا وده ورکړي.

بند امیر هم خپل دوهم وار توپ وهنې کې کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۴۹٫۱ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۴۴ منډې جوړې کړې. د بست لوبډلې لپاره روښان بارکزی ۵، محمد عالم ۳ او دستگیر خان او عبدالباقي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د بست لوبډله خپل دوهم وار توپ وهنې کې د منیر احمد پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۷۸٫۵ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په څلورو وېکېټو وگټله. د بست لوبډلې لپاره منیر احمد په ۲۱۰ توپونو د شپږ ویشتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۶۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او خپله لوبډله يي بریا ته ورسوله.

منیر احمد چې د بست لوبډلې لوبډلمشر هم دی، دغې لوبې کې پیاوړې توپ وهنې او سلیزې له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. دا فرسټ کلاس سیالیو کې د نوموړي اوومه سلیزه وه.