کرکټ بورډ منیر احمد یو ځل بیا له پامه وغورځاوه
تېره ورځ افغانستان د وېسټ انډیز په وړاندې شل اوریزو او نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې او د افغانستان د کرېکټ بورډ د ټاکوونکې کمېټې مشر وویل چې ټېسټ لوبو لپاره به لوبډله د شل اوریزو لوبو پای ته رسېدو څخه وروسته اعلان کړي. که څه هم دغو لوبډلو کې د پام وړ بدلونونه شوي او د نړیوال جام لوبډلې په پرتله شپږ لوبغاړو ته په کې فرصت ورکړل شوی، خو د کرېکټ مینهوال دغو بدلونونو او ځینو پیاوړو او وړ لوبغاړو ته د فرصت نه ورکولو له امله د افغانستان کرېکټ بورډ لوبغاړو سره په دوه گوني چلند تورنوي.
ملي لوبډلې کې د کورنیو سیالیو پیاوړی وېکېټ ساتونکی توپ وهونکی منیر احمد ته یو ځل بیا ځای نه دی ورکړل شوی، په داسې حال کې چې نوموړی ټولو کورنیو سیالیو کې خپله وړتیا ثابته کړې، خو د تل په څېر دا ځل هم نوموړی له پامه غورځول شوی.
د کرېکټ بورډ دغې پرېکړې ته مینهوالو هم پراخ غبرگون ښودلی، او ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویر شریکوي چې منیر احمد په کې لیکلي: «بالا خو بله لاره نسته، همدا یوه لاره سته چې درپرېږدو». که څه هم موږ د منیر احمد پروفایل کې دغه پوست ونه موند، خو کېدای شي نوموړی خپل دغه پوست له لنډې مودې وروسته بېرته ډېلېټ کړی وي.
منیر احمد فرسټ کلاس سیالیو کې ۲۳ لوبې کړي او دغو لوبو کې يي د ۴۵ منډو اوسط سره ټولټال ۱۷۱۰ منډې جوړې کړي. فرست کلاس کې يي تر ټولو زیاتې منډې ۲۱۰ منډې دي. لېسټ اې سیالیو کې يي بیا اوسط تر دې هم لوړ دی. نوموړی ۲۶ لېست اې لوبې کړي چې ۲۳ لوبو کې د توپ وهنې فرصت ورکړل شوی او دغو لوبو کې يي د ۶۴ منډو اوسط سره ۱۱۵۳ منډې جوړې کړي. لېست اې سیالیو کې يي تر ټولو زیاتې منډې ۱۲۳ ناسوځېدلې منډې دي.