پاریس سېنټ جرمن او نیمار د قرارداد پر غځولو توافق ته نه دي رسیدلي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د لاپاریزین ورځپاڼې په یوه خبر کې ویلي دي، چې پاریس سېنټ جرمن او نیمار لا هم د قرارداد پر غځولو توافق ته نه دي رسیدلي. دواړه طرفه د ډېره وخته په دې اړه خبرې سره کوي، خو پرمختګ پکې نه لیدل کېږي. د نیمار قرارداد تر 2022م کال پورې اعتبار لري.

تېر دوبي کې بارسلونا او ریال ماډریډ د دې برازیلي ستوري د رانیولو لپاره خپلي هڅي وکړې، خو بې پایلي وې. نیمار 2017 کې د 222 میلیونه یورو په بدل کې د بارسلونا څخه جلا شو،  دې کلب ته د ورتګ راهیسي، نیمار په 50 سلنه لوبو کې لوبیدلی دی.

فوټسال: افغان لوبډلې له تاجکستان څخه ۵-۲ ماتې وخوړه. افغان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د قهرمانانو جام په مقدماتي سیالیو کې له تاجکستان لوبډلې څخه هم ماتې وخوړه.
په دغې لوبه کې تاجکستان پنځه خو افغانستان یواځې دوه ګولونه وکړل.
دغه سیالۍ په ایران کې ترسره کېږي او افغان لوبډلې په کې خپله لومړۍ لوبه ازبکستان ته شپږ پر دوه بایللې وه.
ټاکل شوې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه نن دوه بجې له نیپال سره پیل کړي.