د استرالیا او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ سبا/یکشنبه پیلېږي.
سریلانکا لوبډلې استرالیا ته سفر کړی او هلته ورسره درې شل اوریزي لوبې ترسره کوي.
ټاکل شوې لومړۍ شل اوریزه لوبه یې سبا سهار یکشنبه د افغانستان پر وخت اته بجې پیل شي.
استرالیا او سریلانکا تر اوسه په خپلو کې سره ۱۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، پنځه استرالیا او اته سریلانکا ګټلي دي.
د کرکټ دواړه ملي لوبډلې ډېرې پیاوړې ښکاري، خو د کرکټ په ټولو نړیوال جامونو کې اسټرالیا بیا په سرېلانکا برلاسې او برېمنه ښکاري.