انګلنډ د اسټرالیا خلاف درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ کوي

 انګلستان کرېکټ بورډ ومنله چې راتلونکي سپټمبر مياشت کې به د دريو شل اوريزه او څو يو ورځنيو لوبو لپاره د اسټراليا کوربتوب وکړي

د انگلستان کرکت بورډ وايي چې د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشت کې چې د ۳ شل اوریزو سیالیو تر څنګ د څو یو ورځنیو سیالیو لپاره کوم لوبلړونه په لاره اچول شوي دي، د اسټرالیا کوربتوب وکړي.

دغه سیالۍ چې باید په تېره جولای میاشت کې ترسره شوی وای، د کورونا وایروس د سرایت د ګواښ له امله سپټمبر میاشتې ته وځنډېدې.

اسټرالیا به د شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه، د سپټمبر په ۴مه، دوهمه یی په ۶مه او درېیمه سیالي به یې د سپټمپر په ۸مه ترسره کړي.

اسټرالیا او انګلنډ د کرکټ دوه مخکښه لوبډلې دي، دوی په کرکټ کې ډېره مخینه لري او دواړه لوبډلې په خپلو لوبغاړو ډېر باور لري.

انګلنډ چې د لومړي ځل لپاره یې ایجاد کړ، له همدې امله یې په کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال خپل کړي دي چې د کرکټ اصلي بسنټ ایښودونکي همدوی دی، بل لور ته بیا اسټرالیا د پیاوړو او نامتو لوبغاړو په در لودو سره هم د نړۍ ګوډ ګوډ کې نندارچیان خپل کړي دي، د اسټرالیا له لوري، شین واټسن، ګلین میکسویل او نور پیاوړي لوبغاړي د نړۍ ګڼ شمېر نندارچیان لري او د سیالۍ پر وخت زیات ننداره کوونکي پرې چنې هم وهي.