افغان لوبډله سبا د ایرلینډ خلاف یو ورځنۍ سیالۍ کوي

ټاکل شوی د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزو لوبو لړۍ سبا د هندوستان د «دهرادون» ښار په راجیف ګانډي نړیوال لوبغالي کې پيل شي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریز سیریز کې د کلین سوېپ او اتلولۍ جام ګټلو لپاره له هر اړخه د ۵۰ اوریزو لوبو لپاره په مېلمه ایرلنډۍ کرېکټ ملي لوبډلې برلاسی برېښي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ له اټکل له مخې، افغانستان د لومړیو ۴ پنځوس اوریزو سیالیو په ګټلو سره یوازې ۲ امتیازونه ترلاسه کولای شي او په ۶۹ امتیازونو به په اوسني (۱۰م) مقام کې پاتې شي.

دغه راز افغانستان د لومړیو ۴ واړو سیالیو په پایلو سره ۹ امتیازونه له لاسه ورکوي چې امتیازونه به یی له ۶۷ نه ۵۹ ته راښکته شي او له ۱۱م مقام لرونکې زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې سره به یې اوسنی د ۱۵ امتیازونو واټن ۷ امتیازونو ته راښکته شي. بلخوا که د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله په لومړيو ۴ پنځوس اوریزو لوبو کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي؛ نو په دې بریاوو به ټول‌ټال ۱۱ امتیازونه ترلاسه کړي.

دغه راز د افغانستان په وړاندې د لومړیو ۴ واړو پنځوس اوریزو لوبو په بایللو سره د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله ښایي یوازې ۳ امتیازونه له لاسه ورکړي چې ۳۶ امتیازونو ته به راښکته شي او په اوسني ۱۲م مقام کې به پاتې شي، خو له سکاټلنډ سره به یې د امتیازونو توپیر له اوسنیو ۶ نه ۳ ته راښکته شي.

د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله اوس له کرېکټ نړیوالې شورا سره په ۶۷ امتیازونو ۱۰م، خو د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله بیا په ۳۹ امتیازونو سره ۱۲م مقام لري.

که د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله په ۵ واړو پنځوس اوریزو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړي؛ نو په نړیواله درجه بندۍ کې به د لومړي ځل لپاره له زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې نه اوسنی (۱۱م) مقام هم ونیسي.

د یادونې ده چې د درې واړو ۲۰ اوریزو لوبو په بایللو سره افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۹ امتیازونو د بایللو ویره لرله، خو له خپلو یو اړخیزو لوبو وروسته یې مېلمه ایرلنډۍ لوبډله وایټ واش کړه او په نړیواله درجه بندۍ کې یې یوازې ۱ امتیاز خپل کړ چې امتیازونه یې له ۹۲ نه ۹۳ ته لوړ شول او په خپل پخواني (۸م) مقام کې پاتې شوه.

افغانستان ته د ایرلنډ په وړاندې د بریاوو پر مټ ځکه کم او ایرلنډ ته ډېر امتیازونه ورکول کېږي چې افغانستان د دواړو ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له ایرلنډ نه مخکې ده.

تر اوسه د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵۰ اوریزو لوبو ۴ سیریزونه شوي چې ۲ افغانستان او ۱ ایرلنډ ګټلی، خو بل سیریز یې په دوو ـ دوو بریاوو مساوي شوی دی چې د افغانستان له خوا رحمت‌شاه په ۶۰۲ منډو او راشدخان په ۴۱ ویکټو د ایرلینډ په وړاندې د افغانستان لپاره مخکښ لوبغاړي دي.

د افغانستان او ایرلنډ پیلېدونکې لومړنۍ سیالي او د دې لوبډلې په وړاندې ټولې ۵ واړه ۵۰ اوریزه لوبې به سبا د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې پيل شي