نن غرمه دولس بجې افغان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف لوبیږي

حضرت عثمان نوري
د افغانستان په کوربه توب له ایرلنډ سره د پنځو یوه ورځینېو سیالېو وروستۍ لوبه نن یکشنبه د کابل پر وخت غرمه دولس بجې د هند په دهرادون ښار کې ترسره کیږي.
تر دې وړاندې دواړو لوبډلو په خپلو کې څلور سیالۍ ترسره کړي چې، دوه ګټې د افغانستان، یوه د ایرلنډ او یوه بله د باران له کبله لغوه شوې.
ننۍ لوبه د پنځوس اوریز سیریز وروستۍ لوبه ده چې ګټونکې لوبډله به د سیریز ګټونکې شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان له یادو سیالېو وړاندې ایرلنډ ته په شل اوریز سیریز کې وایټ واش (3-0) ماتې ورکړه. وایټ واش په کرکټ کې هغه اصطلاح ده چې د دوه سیالېو ترسره کیدونکې لوبډلو کې یوه یې ټولې سیالۍ وګټي او په سیالېو کې کومه لوبه مساوي اعلان نه شي. افغان لوبډلې هم د شل اوریزو سیالېو سیریز له وړاندې خپل کړی او نن به یو ځل بیا په لوی تکل د لوبو ډګر ته ښکته کیږي، څو د یو ورځنېو سیالېو سیریز هم په خپل نوم کړي.