د لغمان په قرغېو کې د والیبال پایله کې لومړی مقام اغرا او دوهم مقام چاربغ خپل کړل

ورزش د روغ صحت ضامن دی، تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې، دغه سیالۍ د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سیمه کې د ژوند ټولنیز مرکز د مشر ښاغلي علاوالدین اختیار په هڅو پر لاره اچول شوې وې، په یادو سیالیو کې د اغرا باد لوبډلې لومړی مقام او د چارباغ لوبډلې دوهم مقام خپل کړ.

ددې لوبو مسوولینو دواړه لوبډلې بریالۍ وارزلې او د مبارکۍ ترڅنګ مو ورزشي اخلاقو او اصولو ته لا ډېر وهڅول.
پای کې لوبډل مشرانو د ژوند ټولنیز مرکز له مشر او د المپیک له ادارې مننه وکړه، چې د دوی لپاره یې زیار ګاللی وو او خوندورې سیالۍ یې ترتیب کړې وې.
د یادو سیالۍ په پایلوبه کې افغانستان د ځوانانو ملي خوځښت عمومي مشر او بنسټګر هم ګډون درلود