نجيب خان د ښو اخلاقو خاوند د کندهار په سطحه په کړکيټ کي پېژندلی سوی ستوری دی، چي د نن څخه ۱۹ کاله مخکي کندهار ښار ميرويس مېنه کي زېږيدلی دی. نجیب خان تر دولسم ټولګي زده کړي کړي.
نوموړی په ښي لاس غوره توپوهنه کوي، د توپوهنې انداز یې محتاط دی او په ډېرې حیرانوونکې توپوهنې یې د ډېرو مینه والو زړونه لاسته رواړي دي.
 د کندهار په نمايندګۍ يې په ډېرو ولايتي لوبو کي برخه اخيستې ده او تر ډېره ښه ځلېدلی دی.
نوموړی فارټايم سوکه توپ اچونه هم کوي چي په ټوله کې یې توپ اچونه هم ښه ثابت شوې ده، نجيب خان وړداندې له دې د خپلواک لوبډلې بهترینه او ټاپ توپوهونکی درلوده، و خو اوس د کندهار وطن کلب سره يو ځای لوبه کوي چي د خپل لوبډلي لپاره تر ډېره منډې کړي/ کوي او د پام وړ ډګر ساتنه هم کوي.
باید دا ځوانه هستي ونازول شي او د مخته تګ زمینه ورته مساعده شي.