په کندهار کې د دریو ولایتونو د شل اوریزو لوبو اتلولي کندهار کرکټ کلب وګټله

دغه سیالۍ چې د بست زون د امریت په نوښت پیل شوې وې، د هلمند النور کلب د غزني خپلواک کلب او د کندهار کرکټ اکاډمۍ لوبډلو په کې برخه لرله.

دغه لوبې په کندهار کرکټ لوبغالي کې تر سره شوې. پایلوبې ته د غزني خپلواک کلب او کندهار کرکټ اکاډمۍ لوبډلې وتلې وې. پچه د غزني لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د کندهار د اکاډمۍ لوبډلې د ۲۰ اور په وروستي توپ هدف پوره کړ او د سیالیو اتله شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *